د چا د عشق مې فاتحه کوله، ؤ نه شوه
نن مې يو بل ښکلي ته ښه کوله، ؤ نه شوه
ساده زړه وويل چې مينه وکړه، ؤ مې کړه
عقل هوښيار ترينه توبه کوله، ؤ نه شوه
ژوند غږوله په يو بل انداز د راګ موسيقي
ما ياقربان پسې ټپه کوله، ؤ نه شوه
په مصله راته راياد شول چې قبوله نشي
ګيله مې خدای ته د بنده کوله، ؤ نه شوه
بيګاه کاروان دې د يادونو شو راتاو په زړه
د بد مزاج مې بهانه کوله، ؤ نه شو
وحیدالله ودان
Comments
Post a Comment