غزل

 د زړه پنجره کې قيد، محبتونه وو، ښه نه وو

د ښار د ښکلو يو، دوه عادتونه وو، ښه نه وو


يا سم د سر نه تير شې يا د مال په دغه ښار

د مينې د اثبات ضرورتونه وو، ښه نه وو


له کبره يې وزرې شوې پيدا، د ستمګرو

په شونډو د هر چا يې صفتونه وو، ښه نه وو


څهرې عاجزانه وې، د دې ښکلو مګر ها!!!!

ساتلي چې سينه کې يې کوم زړونه وو، ښه نه وو


دا ځکه ناګهانه به راياده شوې، ما ستا

د زړه طاخچه ايښي تصويرونه وو، ښه نه وو


غاښونه د غصې درته هر چا چيچل وحيده

تراخه دې د ګفتاره حقيقتونه وو، ښه نه وو


وحیدالله ودان

Comments