نظم ( ډمه )



بيگا مې ډمه وليدله

لکه گل به ځليدله

په ورو ورو به گډېدله

نری شونډې د گل پاڼې

ښکلی مخ يې يو کتاب و

د شپې توره تياره کښې

لکه شمعه بلېدله

په محفل کښې څه غټان وؤ

څه راغلې غريبان وؤ

چې غريب به ورنږدې شو

دا به ورو ورو تښتېد له

چې امير به ورنږدې شو

دا به هم ورجختېدله

چا شراب وڅښل نشه شول

چا د چرسو لوگي راښکل

زه هم دې محفل کښې ناست وم

له مستی نه ناخبره 

زه په دغه سوچ کښې پروت وم   

ما ويل دا به د چا خور وې 

چې د چا غېږکښې گډيږي

دا به هم د چا بچی وي

د حيا څادر يې شلېږي

يا خو ډېره ده بېوسه

چې محفلو کښې گډيږي

يا يې سر باندې څوک نشته

ځکه ځکه نه ويريږي

يا خو ډېره ده کم اصله

بې حياده نه شرميږي


زه لا دغه سوچ کښي پروت وم

چې مې شرنگ د پانزيب واوريد

سپوږمۍ  ماته وه ولاړه

زه يې لاس نه را اوچت کړم

معمولي شانتې راتاو شوه 

زما سترگو ته نږدې شوه

او په سترگو کښې گويا شوه

اخري سوچ دې ښه نه دی

زه حېا لرم شرمېږم

خو مجبوره يم گډېږم 

ته له مانه څه خبر يې

چي له کوم حالت تېرېږم

دا منمه چې خدای شته دی 

زه ترې هم ډېره وېريږم

زه منم د چا غېرت يم

په دې ډېره ښه پوهېږم

خو زه هېڅ کولی نه شم

چې زه ډمه يم گډيږم

زما ډېره بېوسي ده

ځکه هره شپه خرڅېږم

خو بس تاته دومره وايم

چې محفل کښې گډا بس کړم

نو بيا ٹوله شپه ژړېږم

دا يې وويل او موسکی شوه

او نری اوښکې يې تويې کړې

زما هم زړه ټينگ نه شو

له سماج يې گيله وکړه

اوښکې بيا مې مېلمنې شوې

د بڼو په سر ډېوې شوې

له محفل نه راروان شوم

او له ځان سره گويا شوم

ما ويل دومره لوی جهان کښې

دچا دمره هم ځای نشته

دچا دمره هم ځای نشته


بخت زاده دانش

Comments